ads

پاکستان د تګ راتګ پر مخ ټول بندرونه پرانیزي

پاکستاني چارواکي د افغانانو د تګ راتګ او سوداګرۍ په هدف د خپلو ټولو بندرونو د پرانیستلو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
8 تله 1399
پاکستان د تګ راتګ پر مخ ټول بندرونه پرانیزي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل ټویټرپاڼه دا خبره کړې ده.
هغه زیاته کړې، دا لارې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله تړل شوې وې، خو د تازه پرېکړې پر اساس سې شنبه، چهار شنبه او پنجشنبه خلک پر یادو لارو تګ راتګ کولی شي.
هغه ویلي چې د تورخم په ګډون ټولې لارې د پلیو وګړو د تګ راتګ لپاره پرانیستې دي.
 پاکستان په دې وروستیو کې د کورونا د پراختیا له امله د تګ راتګ لارې د خلکو پر مخ تړلې وې چې له امله یې دواړو خواوو ته پراته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA