د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په پرونۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې له لسم تر لومړي ټولګي ټول ښوونځي دې په مرکز او ولایتونو کې د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شي.
دا پرېکړه د روغتیا او پوهنې وزارتونو د وړاندیز پر اساس شوې ده.
تر دې یوه میاشتې مخکې یوازې دولسم او یولسم ټولګیو او همدارنګه ټولو خصوصي ښوونځیو ته د زده کړو بهیر پیلولو اجازه ورکړل شوې وه.
د یادولو وړ ده چې کابو اووه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د کورونا ویروس له خورېدو سره سم د حکومت د پرېکړې پر اساس ټول ښوونیز مرکزونه وتړل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


