ads

د کابل امنيه قوماندان: اووه سلنه جنایي جرمونه کم شوي

که څه هم په کابل ښار کې د جنايي جرمونو د زياتېدو په تړاو اندېښنې او نيوکې زياتې شوي، خو د کابل امنيه قوماندان جمعه ګل همت وايي، د تېرې مياشتې له اوومې نېټې څخه د روانې تلې مياشتې تر اوومې نيټې پورې یې د بېلابېلو اوپراتيفي عملياتو په پایله کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ۳۷۹تنه نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

منصور یوسفزی
8 تله 1399
د کابل امنيه قوماندان: اووه سلنه جنایي جرمونه کم شوي
نوموړي د سه‌شنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، ياد کسان د وژنو، غلاوو، قاچاق، اخلاقي جرايمو، د اموالو غصب او نورو جرايمو په تړاو له ۷۴ ميله وسلو سره نيول شوي دي.
همت زياته کړه، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ۶۸ قاچاقبران او د نشه‌يي توکو پلورونکي له ۵۱ کيلو ګرامه نشه‌يي توکو سره نيول شوي دي.
نوموړي وويل:
«موږ د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې ته ژمن يوو، موږ په تېرو يوه مياشت کې د بېلابېلو اوپراتيفي عملياتو په نتيجه کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه ۳۷۹تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نيولي او عدلي ارګانونو ته مو سپارلي دي، دا مجرمين د وژنو، غلاوو، قاچاق، د کورونو او وسایطو غلاوو، اخلاقي جرايمو، د اموالو غصب او نورو جرايمو په تړاو له ۷۴ ميله وسلو سره نيول شوي دي.»
دغه‌راز د کابل امنيه قوماندان د امنيتي ميثاق پروګرام عملي کېدو ته په اشارې وويل، دوی د ياد پروګرام عملي کېدو لپاره منظم پلانونه لري او له پلي کېدو سره به یې د خلکو او پولیسو ترمنځ واټن راکم شي.
دی ډاډ څرګندوي چې تر راتلونکې يوې مياشت به په امنيتي وضعيت کې د پام‌وړ بدلون راشي.
همت وويل:
«د امنيت ټينګښت په برخه له پولیسو سره د خلکو همکاري خورا مهمه ده، موږ هڅه کوو چې د امنيتي میثاق پروګرام په عملي کېدو سره د خلکو او پولیسو ترمنځ شته واټن راکم کړو او خلکو ته ډاډ ورکوم چې په راتلونکو شلو ورځو يا يوې مياشت کې په امنيتي وضعيت کې به د پام‌وړ بدلون رامنځ ته شي.»
د کابل امنيه قوماندان د جنايي جرمونو د ګراف ټيټېدو څرګندونې په داسې حال کې کوي چې لاهم کابل ښاريان په بېلابېلو سيمو کې د جنايي جرمونو زياتېدو ته اندېښمن دي.
دوی وايي، د ښار په بېلابېلو سيمو کې وژنې، انسان تښتوونې، د مبايل او وسله‌والې غلاوې اوج ته رسېدلي او امنيتي مسوولين د وضعيت په کابو کولو کې پاتې راغلي دي.
نقیب کليد ته وويل:
«له بده مرغه په ښار کې امنيتي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، هره ورځ موږ د غلاوو، انسان تښتوونو، وژنو او نورو جرمونو شاهدان يوو چې په ډېرو امنو سيمو کې دا جرمونه ترسره کېږي، امنيتي مسوولين د امنيت ټينګښت په برخه کې پاتې راغلي او غوښتنه مو دا ده چې دې مسلې ته دې جدي پاملرنه وکړي.»
په کابل کې د جنايي جرمونو زياتېدو ته د ښاريانو اندېښنې نوې موضوع نه‌ده، له ډېرې مودې راهیسې نيوکې دا دي چې امنیتي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی او مسوولين د امنيت په ټنګښت کې پاتې راغلي دي؛ که څه هم حکومت د امنيتي ميثاق پروګرام پر عملي کېدو ټينګار کوي، خو لاهم په دې برخه کې شته ستونزې په اساسي ډول نه‌دي حل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA