سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په فرصتونو، ستونزو، په ځانګړي ډول په سوداګرۍ، ټرانزیټ او د کلتوري او ټولنیزو اړیکو په پراختیا بحث وکړ.
په خبرپاڼه کې همدارنګه لیکل شوي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په دې لیدنه کې وویل، اسلام اباد ته د افغان پلاوي د راتګ په هرکلي کې یې د هېواد کابینه سبا هغه طرحه تصویبوي، چې ټول افغان مسافر به په اسانۍ د سفر وېزې ترلاسه کوي.
د ده په وینا، سر له سبا یې کونسلګریانې خپل خدمتونه پیلوي، په ځانګړي ډول سوداګرو، ناروغانو او زده کونکو ته به د وېزو په ورکړه کې اسانتیا برابره کړي.
د خبرپاڼې په وینا، د ملي مصالحې عالي شورا رییس د پاکستان له صمیمانه بلنې او کوربتوب څخه په مننې د افغانانو لپاره د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول یو ښه زیری یاد کړ، چې دا اسانتیا به د دواړه هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداکرۍ په برخه کې د پراختیا سبب شي.
په دې لیدنه کې ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې د پاکستان له ملاتړه د مننې تر څنګ ویلي چې په افغانستان کې سوله نه یوازې د دغه هېواد، بلکې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په ګټه هم ده.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ او ټاکل شوې چې د عمران خان په ګډون د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


