ads

په خوست کې وسله والې غلاوې او تښتونې ډېرې شوې

د دغه ولایت د  اوسېدونکو په خبره چې په ښار او ولسوالیو کې د هدفي وژنو ترڅنګ وسله والې غلاوې، اختطاف او موټر تښتونې ورځ تربلې زیاتېږي.

بختاجان بختیار
7 تله 1399
په خوست کې وسله والې غلاوې او تښتونې ډېرې شوې
د اومید ځواک په نوم یو تن ځوان کلید ته وویل، خلک له روان وضعیت ته په تنګ راغلي او داسې ورځ نه وي، چې یا وسله والو غلو خلک نه وي اختطاف کړي او یا يې موټر نه وي تښتولي:
«زه هره ورځ ښار ته راځم، د امنیتي پېښو د ډېرېدو ترڅنګ خبرېږم چې په لویه لاره کې غله رامخته کېږي له خلکو پیسې، وسایط او یاد خلک اختطاف کوي.»
د نورمحمد په نوم یو کس وايي، پخوا هم په خوست کې غلاوې او اخطافونه موجود وو، خو پدې وروسیتوکې یې زور اخیستی.
د نوموړي په وینا، همدا تیره ورځ هم ښارکې وسله والو غلو له یوتن هېوادوال څخه سراچه موټر وتښتوه:
«پخوا هم شرایط لږ غوندې ښه وو، خو اوس چې خبریږي چې له ښاره موټر تښتول شوی او کوم څوک اختطاف شوی دی، پرون هم زموږ له خوستي ورور څخه غلو موټر وتښتوه.»
د یاد ولایت اوسېدونکي امنیتي ځواکونه تورنوي چې ګنې د خوست امنیه قومندانۍ سره په څومترۍ کې وسله والې غلاوې او انسان تښتونه کېږي او امینتي ځواکونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي.
د انجنیر رحیم ګل په نوم یو تن قومي مشر د وسله والو غلاوو او انسان تښتونې علت غربت په ګوته کوي او وایي ډېری ځوانانو له بې کارۍ او ناچارۍ دې کار ته مخه کړې:
«کوم ځای کې چې غربت ډېر وي، هلته اختطاف او غلاوې او تښتونې هم زیاتې وي، خو ترڅنګ یې امنیتي ځواکونه هم په مخینوي کې پاتې راغلي او هیله ده چې مخنیوی یې وشي.»
د خوست امنیه قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل هم مني چې په دې وروستیو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې، خو وايي وایي، د خوست جفرافیه لویه ده او ترڅنګ یې امنیتي ځواکونو  هم خپلې هڅې ګړندۍ کړې او تیره اونۍ یې هم دوه تنه دغله په تور نیولي:
«سمه ده په ځينو سیمو کې غله له شپې څخه په استفادې غلاوې کوي، خو ولې زموږ امنیتي ځواکونه په دې تلاش کې دي، چې دوی ونیسي او دقانون منګولو ته یې وسپاري چې تېره هفته مو هم دوه کسان نیولي.»
د خوست اوسېدونکي داسې مهال له وسله والو غلاوو او تښتونې څخه شکایتونه کوي، چې د وسله والو غلو لاسونه له ولسوالیو تر ترښاره رسیدلي او هره ورځ د اختطاف او غلاوو خبرونه ورکول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA