نوموړې زیاتوي چې یوه ستنه په چاودنه کې بشپړه له منځه وړل شوې، بله هغه یې تخریب شوې او وسله والو مخالفینو یې اصلي توکي ترې وړي دي.
زینب همدارنګه وایي، پر یادو ستنو د مرمیو لګېدو نښې هم لیدل کېږي.
د دې په خبره، د یاد ولایت د برېښنا اداره امنیتي بنسټونو ته په تمه ده، څو ژر تر ژره د یادو ستونو د رغونې چارې پیل کړي.
د ۱۳۲ کیلوولټه برېښنا لینونو د هرات ولایت ۲۰ فیصده برېښنا تامینوله.
د یادو ستنو په تخریب سره د حوت او غوریان ولسوالیو د برېښنا سب سټیشنونه له ستونزو سره مخ شوي او شپږ لینونه یې پرې شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.