ads

خبریالان: لاهم د دولتي ادارو له لوري معلومات نه راکول کېږي

په ختیځ کې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

محمدخان بریال
7 تله 1399
خبریالان: لاهم د دولتي ادارو له لوري معلومات نه راکول کېږي
خبریالان شکایت کوي چې اطلاعاتو ته دلاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د دولتي ادارو له لوري په وخت معالومات نه ورکول کېږي.
خبریالان وايي، نه یوازې معالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو کړېږي، بلکې ډېر کله هغه مهال چې د فساد پر موضوعاتو کار کوي، ګواښل کېږي.
دوه خبریالان یوسف ظریفي او ضیاالرحمن حسرت له دولتي مسولينو غوښتنه وکړه، چې خبريالانو سره لا ښه چلند ترسره او د معلوماتو په ورکړه کې ور سره لازمه همکاري وکړي.
«خبریالان په کاري ساحه کې له ګنو ستونزو سره مخ دی، په وخت ورته د دولتي ادارو لخوا معالومات نه ورکول کېږي او ډېره ګواښل شوي هم دي.»
خبریالان وایي، خپلې ستونزې یې په څو ځلې تر مسولو چارواکو او د رسنیو تر ملاتړ ادارو رسولي، خو تراوسه یې حل نه ده لټول شوې.
«خبریالانو په څو ځلي خپلې ستونزې مسولینو ته رسولي خو تراوسه هیڅ هم نه دي شوي، هماغه د پخوا په شان له کړاو سره مخ یو.»
په همدې حال کې ختیځ کې د خبریانو د ملاتړ یا «نی» ادارې غړی عزیز الله عزیر وایي، خبریالانو ته په کاري ساحه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
«د رسنیو د ملاتړ ادارې هر وخت د خبریالانو او د رسنیو دکارکوونکو ستونزې تر مسولینو رسولي او دې برخه کې د پام وړ پر مختګ هم شوی.»
که څه هم د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په ختيځ کې د خبریالانو پر وړاندې د تیرو کلونو پرتله د تاوتریخوالي د کچې د کمیدو خبر ورکوي، خو تائیدوي چې په ختیځ لااوس هم خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزوسره مخ دي.
د یاد کمیتې مشر شیرشاه همدرد د یادې ستونزې د حل لپاره د دولتي ادارو په مطبوعاتي برخه کې د مسلکي خبریالانو پر ګمارل کېدو ټینګار کوي.
«د تېر کال په پرتله سږکال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې کمې وې، خو معالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هماغسې ستونزې شته.»
خبریالان داسې مهال اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو شکایت کوي، چې د سپټمبر ۲۸ معالوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ نومول شوې، خبریالان وایي، هر کال دا ورځ نماځل کیږی خو لا هم خبریالان له ننګونو سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA