ads

نادري: د دوو اختلافي مواردو پر حل بحث روان دی

د راپورونو له مخې، طالبانو ویلي چې په تصمیم نیوونه کې یوازې حنفي فقه د شرعي مرجع په توګه مني او د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ باید له امریکا سره د دې ډلې هوکړه وي.

محمدخان بریال
7 تله 1399
نادري: د دوو اختلافي مواردو پر حل بحث روان دی

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري بیا وایي، دوی هڅه کوي چې د سولې مذاکرات ژر پایلې ته ورسېږي، خو په خبره یې په دې برخه کې ډېر دقت پکار دی.
نوموړي د دوشنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل، د دواړو لورو تر منځ د دوو اختلافي مواردو پر حل بحث روان دی چې د افغانستان د نن او راتلونکي ارزښتونو چوکاټ دی او له هویتي پلوه ډېر مهم دی.
د ده په وینا، کله چې پر دغو مسایلو خبرې پایته ورسېږي، د دوی هڅه دا ده چې د مذاکراتو په پیل کې پر اوربند او د جګړې پر پایته رسېدو خبرې وشي.
نادري دا هم وویل چې نن به هم د دواړو لورو د تماس ډلې ناسته وکړي.
ټاکل شوې چې پر کړنلارې تر هوکړې وروسته د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA