د نوموړي پر فېسبوکپاڼه لیکل شوي چې هغه به په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوا او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.
سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې به د دوی تر منځ پر افغان سوله او نورو مسایلو خبر وشي.
عبدالله هیله څرګنده کړې چې په دې سره به د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو نوی باب پرانیستل شي.
د یادولو وړ ده چې دغه سفر د عمران خان په رسمي بلنه ترسره شوی.
دا په وروستۍ لسیزه کې پاکستان ته د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړنی سفر ګڼل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


