ads

د سولې مرکچي پلاوي لاهم د خبرو پر کړنلاره نه دي سلا شوي

له څو ورځني ځنډ وروسته تېره ماښام یو ځل بیا د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو تر منځ د کړنلارې پر اختلافي مواردو د بحث په هدف ناسته ترسره شوې ده.

محمدخان بریال
7 تله 1399
د سولې مرکچي پلاوي لاهم د خبرو پر کړنلاره نه دي سلا شوي
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې پرون ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت او مقابل لوري تماس ډلو ګډه کاري جلسه درلوده.
 دی زیاتوي، دې جلسې څو ساعته دوام وکړ او د کړنلارې پر اختلافي مواردو بحث وشو.
د هغه په وینا، بحثونه دوام لري، څو پاتې موارد هم حل شي.
په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک هم دا ناسته تایید کړې او زیاتوي چې د کړنلارې پر اصولو لاهم هوکړه نه ده شوي.
د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو تر منځ له تېرو دوو اونیو راهیسې د مذکراتو پر کړنلاره او اصولو خبرې روانې دي.
ټاکل شوې چې پر کړنلارې تر هوکړې وروسته دواړو خواوو تر منځ رسمي خبرې پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA