د ارمنستان هېواد لومړي وزیر نیکول پاشینیان له رسینو سره په خبره کې ویلي چې لومړی د اذربایجان هوایي ځواکونو د دوی پر خاوره بمبار کړی او وروسته ارمنستاني ځواکونو د اذربایجان درې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
بلخوا، اذربایجاني چارواکي وایي، لومړۍ نښته د ارمنستان ځواکونو پیل کړه او پر لومړۍ کرښه یې درانه بریدونه وکړل.
دواړو لورو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړي، خو وایي ملکي وګړو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده چې دوې میاشتې وړاندې هم په سرحدي سیمه قرهباخ کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې له کبله یې ۱۶ کسان وژل شوي وو.


