ads

کمزورې موضع‌ګیري

تبصره ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۰

کلید
6 تله 1399
کمزورې موضع‌ګیري

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو نویو څرګندونو کې د مذاکراتو په لومړيو کې د طالبانو له خوا د اوربند په اړه پر توافق ډاډمن نه‌ښکاري. نوموړي له امریکايي رسنۍ سي بي اس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې طالبان به تر یو سیاسي توافق مخکې تلپاتې اوربند ونه‌مني.

 که څه هم د بین‌الافغاني مذاکراتو تر پرانست‌غونډې وروسته د جګړو دوام ثابتوي چې ډېر ژر به په اوربند سلا ونه‌شي، خو د ښاغلي خلیلزاد دې خبرې افغانانو ته دا پوښتنه راولاړه کړې چې هغه څه ویل غواړي؟ ایا دوی پوهېږي چې جګړه به دوام کوي او مذاکرات به د جګړې تر سیوري لاندې مخته ځي او که څنګه؟ له بل لوري داسې مسئله په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو تراوسه پورې په څرګند ډول داسې يو څه نه‌دي ویلي؛ نو بیا ولې ځينې نړیوال او امریکايي چارواکي داسې یو څه وايي چې بې‌ګمانه خلک دا تصور وکړي چې دوی د طالبانو په آواز بدل شوي دي؟

دا پوښتنه ځکه رامنځته شوې چې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې ځينې طالب استازي پر دې ټینګار ښيي چې دوی بین‌الافغاني مذاکرات له امریکا سره د پرېکړې پر بنسټ غواړي. یو طالب استازي ملا خیرالله خیرخواه ویلي، دوی د بین‌الافغاني خبرو له جهتونو سره د هغه تړون پر اساس خبرو ته داخل شوي چې له امریکایانو سره يې لاسلیک کړی دی. خو دا هغه څه دي چې افغان لوری به يې ونه‌مني. دې ټکي ته په پام امریکا د دې پر ځای چې د اور بند پر مسئلې ټينګار وکړي، د يوه لوري له خوا چې طالبان دي، د اوربند د نه منلو په نسبت اندېښنه ښيي.

افغانان په ټوله کې په دې پوهېږي چې په افغانستان کې د یوې دايمي او رښتینې سولې د ټېګېدو لپاره، د لوړپوړو نړیوالو او امریکايي چارواکو اندېښنې او خواشینۍ ځای نیسي، خو په دې شرط چې دوی باید په عملي ډول د فشار له لارې پر طالبانو دا ومني چې اوربند ته غاړه کېږدي. که داسې ونه شي ممکنه ده چې د نړیوالو دغه کمزوري دريځونه طالبانو ته لا نور جرئت ورکړي چې د برترۍ ترلاسه کولو لپاره جګړې ته زور ورکړي.

د افغانانو غوښتنه دا ده چې ټول نړیوال د مذاکراتو د پيلېدو لپاره او د نظر اختلاف د له منځه وړلو لپاره د هر هغه لوري هڅولو ته مټې ونغاړي چې فکر کېږي د ناڅرګنده دلایلو له مخې دمګړۍ د مذاکراتو د ځنډولو هڅې کوي.

د افغان لوري د مذاکراتي ټيم یوې غړې شریفې زرمتۍ ویلي چې له دوو درې ورځو راهیسې طالبان له دوی سره له کتلو ډډه کوي. دا ټکی ډېرې اندېښنې له ځانه سره لري او کولای شي په اسانۍ د مذاکراتو او توافق مخه ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA