ads

ناجیه انوري: د سولې لپاره یوې ګډې هوکړې ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا ده

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي په دوحه کې د افغان حکومت او طالب پلاوو د تماس ډلو ترمنځ د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناستې لپاره پر کړنلارې او طرزالعمل خبرې او بحثونه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
6 تله 1399
ناجیه انوري: د سولې لپاره یوې ګډې هوکړې ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا ده

د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي د افغان مذاکراتي پلاوي د تماس ډلې د طالبانو له تماس ډلې سره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي او مقابل لوري ته یې ځینې وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

نوموړې زیاتوي دا دوه اړخیزه پروسه ده او ګډو هوکړو ته رسېدل وخت ته اړتیا لري او دوی ګام په ګام مخ ته ځي.

په ورته مهال په دوحه کې بیا د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي ملا خیر الله خیرخواه رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د افغان دولت مذاکراتي پلاوی قصداً په دې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي او غواړي چې دا پروسه وځنډوي.

ملاخیر خوا وایي په ډېرو موارو سره یوه توافق ته رسېدلي خو یوازې دوه ټکي دي چې تر اوسه پرې سلا ته نه دي رسېدلي.

نوموړی وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ خپلمنځي هوکړه د روانو بین الافغاني مذاکراتو لپاره اساس دی، خو مقابل لوری،‌ یعنی د افغان دولت پلاوی ټینګار کوي چې په دې مذاکراتو کې باید هغه تړون ته اشاره ونشي.دی د دوېیم اختلافي ټکي په اړه وایي که چېرته د مذاکراتو پر مهال کوم اختلاف یا د نظر توپیر رامنځته کېږي نو باید د حل لپاره یې حنفي مذهب ته رجوع وشي.

‌دا په داسې حال کې ده چې د بین الافغان خبرو لومړۍ مخامخ ناستې لپاره له دوو اونیو راهیسي د تماس ډلې په خبرو بوختې دي خو تر اوسه کومې مشخصې پایلې ته نه دي رسېدلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA