ads

عمران خان: په افغانستان کې روانه جګړه نظامي حل لار نه لري

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا د افغان سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو ډاډ ورکړی دی.

شمس الرحمن شمس
6 تله 1399
عمران خان: په افغانستان کې روانه جګړه نظامي حل لار نه لري

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا د افغان سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او په دې برخه کې یې د خپلو هڅو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي واشنګټن پوسټ ته په یوه لیکنه کې د افغان سولې اړوند خبرې کړې دي او د افغانستان سوله یې د ټولې سیمې لپاره مهمه ګڼلې ده.

عمران خان لیکلي په افغانستان کې رونه جګړه نظامي حل لار نه لري بلکې یوازې خبرې کولای شي چې دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

دی زیاتوي پاکستان د امریکا په څېر نه غواړي چې په دغه هېواد کې جګړه اوږده شي بلکې ددې جګړې ختمیدل غواړي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی چې د افغان سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ولاړه شي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان همدارنګه لیکلي د افغان سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې ورځ د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان هېواد د افغان سولې لپاره د سیمه ییزي او نړیوالې اجماع پیاوړې کېدو په هدف پاکستان ته سفر وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA