د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي ممکن طالبان اوربند ونه مني څو چې دوی یوې سیاسي هوکړې ته ونه رسېږي.
نوموړي دا خبرې په یوې مرکه کړي دي.
خلیلزاد ویلي دواوړو لورو سره به د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې وکړي.
دی زیاتوي امریکا د دواړو لورو ترمنځ د داسې هوکړې ملاتړ کوي چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د لږکیو او ښځو حقونو ته په کې پاملرنه شوي وي.
خلیلزاد همدارنګه ویلي د سولې خبرو د بریا لپاره یې هېڅ قانوني نېټه نه ده ټاکلې، ځکه دا د افغانانو ترمنځ خپل منځۍ خبرې دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوحه کې له دوو اونیو راهیسې د بین الافغان خبرو رسمي ناستې لپاره پر طرزالعمل او کړنلاره د دواړو پلاوو د تماس ډلو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

