د ایران حکومت وایي په افغانستان کې د سولې راتګ مرکزي اسیا دایمي ثبات ته رسولی شي او دا د ټولې سیمې لپاره خورا مهمه ده.
په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان وایي هېواد یې د افغان سولې ملاتړی دی او د دې غوښتونکی دی چې په افغانستان کې بهرنۍ مداخلې پای ته ورسېږي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه که افغان حکومت وغواړي ایران په دغه پروسه کې د مرستې لپاره هم چمتوالی لري.
د یادونې وړ ده چې بین الافغاني خبرې دوه اوونۍ وړاندې دوحه کې پیل شوي، خو تر اوسه د مخامخ خبرو تګلاره او اجنډا نه ده بشپړه شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

