د روغتیا نړیوال سازمان اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکوي که کرونا ویروس پر وړاندې روغتیایي سپارښتنې عملي نه کړي نو له سختو ستونزو سره به مخ شي.
دغه سازمان ویلي چې په اروپا کې د مني د موسم په راتګ سره به د کورونا له کبله ښایي د مړینې کچه لوړه شي.
بل لور ته امریکا کې هم روغتیایي چارواکي د دوېیمې څپې د راتګ خبر ورکوي، دوی وایي چې ښایي د کورونا ویروس دوېیمه څپه خورا خطرناکه وي.
دوی اندېښنه لري چې دا ځل به د مالی امکاناتو د نشت له کبله روغتیایي برخه سخته وځپل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۳۲میلیونو اوښتی او له دغې وبا څخه ۹۸۵زره څخه زیات وګړي قرباني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

