ads

په کونړ ولایت کې پنځه تنه د لشکر طیبه وسله وال وژل شوي

د کونړ ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د لشکر طیبه وسله والې ډلې د پنځو تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

ایمل عزیزي
5 تله 1399
په کونړ ولایت کې پنځه تنه د لشکر طیبه وسله وال وژل شوي
کونړ ولایت

د کونړ ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د لشکر طیبه وسله والې ډلې د پنځو تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

ددې ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمیم کلید ته وویل، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په اسمار ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د لشکر طیبه وسله والې ډلې درې پاکستاني وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو یو شمېر وسلې اومهمات هم ترلاسه کړي دي.

د لشکر طیبه وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA