ads

په کابل ښار کې دوه تنه د واده په مراسمو کې وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي تېره شپه په کابل ښار کې د واده په مراسمو کې د شخړې له کبله دوه تنه وژل شوي دي.

شمس الرحمن شمس
5 تله 1399
په کابل ښار کې دوه تنه د واده په مراسمو کې وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي تېره شپه په کابل ښار کې د واده په مراسمو کې د شخړې له کبله دوه تنه وژل شوي دي.

ددغه وزارت ویاند طارق ارین وایي دغه شخړه د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې ده.

نوموړي ددې خبر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه د جنایي جرمونو د ډېرېدو راپورونه ورکول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA