ads

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله پاکستان ته سفر کوي

د افغانستان د مصالحې عالي شورا وایي ټاکل شوې ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره پاکستان هېواد ته سفر وکړي.

شمس الرحمن شمس
5 تله 1399
د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله پاکستان ته سفر کوي
اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا خبر ورکوي چې راتلونکې دوشنبې ورځ به ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان هېواد ته سفر وکړي او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سوې په تړاو خبرې وکړي.

د دغه شورا ویاند فریدون خوځون وایي چې پاکستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سفر د سولې په برخه سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي.

د مصالحې عالی شوار رییس پاکستان ته داسې مهال سفر کوي چې په دوحه کې دافغان حکومت او طالبانو د پلاوو ترمنځ لا هم مخامخ رسمي خبرې نه دي پیل شوي، خو د دواړو پلاوو د تماس ډلې د رسمي ناستې لپاره پر طرزالعمل خبرې او بحثونو باندې بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA