جمهور رییس محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ټیلفوني خبرې کړې دي او نوموړي ته یې کابل ته د راتګ بلنه ورکړې ده.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني او عمران خان پرون ټیلفوني خبرې کړي دي.
سرچېنه زیاتوي په دغو خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند ټېنګښت خبرې شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جمهور رییس بلنه منلې او په ځواب کې یې ویلي چې ډېر ژر به کابل ته سفر وکړي.
عمران خان همدارنګه د خبرو پر دوام په افغانستان د اوربند ټینګښت څخه بشپړ ملاتړ کړی
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د قطر پایتخت دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ خبرې لاهم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


