د راپورونو له مخې امریکا کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۷میلیونه ته ورسېد.
د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې له دغه وبا څخه په امریکا کې ۲۰۳زره تنه کسان قرباني شوي دي او همدارنګه زرګونه کسان ترې رغېدلي هم دي.
سرچېنه وایي امریکا لومړی هېواد دی چې د کورونا وبا له کبله ډېر ځپل شوی دی او لا هم دا ویروس پکې د پرمختګ په حال کې دی.
له امریکا وروسته هند هېواد دی چې په دې ورستیو کې له دغه ویروس څخه ډېر ځپل شوی دی هلته په هند کې ۵،۸ میلیونه کسان په کورونا وبا اخته شوي دي او له دې څخه ۹۲زره کسان مړه شوي دي.
بل هېواد چې کورونا ډېر ځپلی هغه برازیل دی، په دغه هېواد کې ۴،۶میلیونه کسان کورونا ویروس اخته شوي دي.
د برازیل روغتیایي چارواکي وایي د کورونا له پیل څخه تر دامهال ۱۳۹زره وګړي د کورونا ویروس له کبله قرباني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

