ads

د کرکټ لوبې غوره مبصر دن جونز د زړه سکتې له کبله ومړ

د کرکټ په برخه کې غوره کمینټېټر او د اسټرلیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی دن جونز پرون پنجشنبه د زړه سکتې له کبله یې د هند ممبي کې ساه ورکره.

شمس الرحمن شمس
4 تله 1399
د کرکټ لوبې غوره مبصر دن جونز د زړه سکتې له کبله ومړ

د کرکټ په برخه کې غوره کمینټېټر او د اسټرلیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی دن جونز پرون پنجشنبه د زړه سکتې له کبله یې د هند ممبي کې ساه ورکره.

جونز د هند کرکټ غوره لیګ (ای پي اېل ) کې هر کال د مبصر په توګه برخه اخیسته چې دا ځل یې هم په دې نیت حرکت کړی و خو ژوند ورسره یاري ونه کړه او د ۵۹کلونو په عمر ومړ.

جونز د اسټرلیا لپاره ۵۲ د کرکټ ټېسټ لوبو او ۱۶۴ یو ورځنیو سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د نوموړي په مړینه د کرکټ نړیوالې شورا او د د کرټ ګڼو مینه والو ژور خواشیني څرګنده کړې ده او د هغه یاد یې په کرکټ کې نه هیریدونکی یاد کړی.

جونز افغانستان ته هم د کرکټ کمینټری لپاره راغلی و، چې دلته د افغانانو لخوا ډېر تود هرکلی شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA