ads

امنیتي مسولین وایي تېره یوه اونۍ کې وسلوالو طالبانو پکتیا کې ۵۰ بریدونه ترسره کړي

پکتیا ولایت امنیتي مسولین وایي د افغانستان د سولې خبرو له پیل سره هم مهاله وسلوالو طالبانو خپلو بریدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.

خیرالدین ذکي
4 تله 1399
امنیتي مسولین وایي تېره یوه اونۍ کې وسلوالو طالبانو پکتیا کې ۵۰ بریدونه ترسره کړي

پکتیا ولایت امنیتي مسولین وایي د افغانستان د سولې خبرو له پیل سره هم مهاله وسلوالو طالبانو خپلو بریدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.

دوی څرګندوي یوازې په تېره یوه اونۍ کې وسلوالو طالبانو پکتیا کې پنځوست ځایه بریدونه او چاودنې ترسره کړي چې ګڼو ملکیانو ته پکي مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ځايې خلک له ښکیلو لورو غوښتنه کوي چې هر څومره ژر باید روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د سولې پیل شویو خبرو کې دې پرمختګونه رامنځته کړي.

پکتيا امنيه قومندان سمونوال سلطان داوود سلطان کلید سره په خبرو کې وویل په تېره يوه اونۍ کې وسلوالو طالبانو په دې ولایت کې پنځوس ځایه بريدونه او ماین چاودنې کړې دي.

 نوموړی څرګندوي په یادو بريدونو او چاودنو کې ډیری ملکي وګړو ته زیان او مرګ ژوبله اوښتې ده.

سلطان زیاتوي په یادو پېښو کې د یو شمیر امنیتي سرتیرو سربیره شل وسلوال طالبان هم وژل شوي او پنځه ویشت نور يې ټپيان دي.

« له کله چې د افغانستان د سولې په اړوند بین الافغانې مذاکرات پیل شوي، وسلوالو طالبانو د پکتیا ولایت په زرمت، څمکنیو، میرزکي ، ډنډ پټان او نورو سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی، په تېره یوه اونۍ کې يې پر موږ پنځوس بریدونه کړي، شل يې ماینونه ځای پر ځای کړي. په یاده موده کې د وسلوالو طالبانو شل کسه مړه شوي او پنځه ویشت نور يې ټبیان دي او د دوی د هوانونو په بریدونو کې اتلس ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.»

پکتیا اوسېدونکي حاجې شاولي وايې دا چې د سولې خبرې تر بل وخت په حساس پړاو کې دي، که هر لوری لا هم جګړه خوښوي او سولې ته لومړیتوب نه ورکوي له افغانانو سره لوی ظلم کوي.

نوموړي وویل هر افغان سوله او د تاوتریخوالي کمښت غواړي، د جګړې دریدل د ښکېلو لورو په نېت پورې اړه لري ، که دوی وغواړي د سولې راتلل هېڅ ستونزمنه خبره نه ده.

« باید له خپله ځانه او خپل کلي يې پیل کړو او سولې ته چمتو واوسو، لکه څنګه چې جګړه کیدای شي همداسي سوله هم کیدای شي، د جګړې له امله به یوازي کونډې او یتمیان را پاتې وي بل به هیڅ هم لاس رانشي.»

د پکتیا ځوانان او مدنې فعالان هم له وسلوالو طالبانو غوښتنه کوي چې روان ډير تاوتریخوالی باید راکم او د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

دوی څرګندوي په دې هېواد کې ټول مسلمان وګړي ژوند کوي، دا چې په یو او بل نوم د نورو هېوادونو په غوښتنه وژل کیږو دا بدمرغې باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

« له دواړو لورو زموږغوښتنه ده چې بین الافغانې خبرو کې پرمختګ رامنځته کړي تر څو له اولس څخه دا خفګان او پریشانې له منځه یوسي، مهمه خبره داده چې دواړه لوري باید د سولي په خبرو کې یو بل ته ژمن واوسي، دا یو اسلامي هېواد دی دلته مسلمانان ژوند کوي، د مسلمامانو تر منځ د یو بل وژل دا باید منع شي، موږ ته دا څه د منلو وړ نه دي.»

یاده دي وي چې د افغانستان د سولې په اړوند د بین الافغانې مذاکراتو له پیل را وروسته د هېواد له بیلابیلو سیمو څخه د تاوتریخوالي د ډيرېدو خبرونه خپریږي چې ډېر کله دا څه د افغانانو له غبرګون سره مخ شوي او د جګړې په پای ته رسېدو يې ټینګار کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA