د هند روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۸۶زره ۵۲تنه تازه په کورونا ویروس اخته شوي دي چې له دې سره په دغه هېواد د مثبتو پېښو شمېر ۵ میلیونه او ۸۲زره تنو ته ورسېد.
سرچېنه زیاتوي په همدې موده کې ترې ۱۱۴۱تنه مړه شوي دي چې ورسره د مړه شویو کسانو شمېر ۹۲زره او ۲۹۰تنو ته ورسېد.
د معلوماتو له مخې هند دوېیم هېواد دی چې د کورونا له کبله یې ډېر انسانان قرباني شوي دي.
امریکا کې هم کورونا ډېر تلفات لري او د نړ ۍ په کچه لومړی هېواد دی چې د کورونا ویروس تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي
د راپورونو له مخې په ټول نړۍ کې بیا د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر۳۲میلونه او ۲۳۵ زره تنو ته ورسېد
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


