د لوګر سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جکړې خبر ورکوي.
په دغه ولایت کې د پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي تېره شپه لومړی وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی او ورسته د دواړو لورو ترمنځ جګړه رامنځنه شوې ده.
د نوموړي په خبره په دغه نښته کې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او همداشان یو افغان سرتېری وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

