نوموړي زیاته کړه، هغه چا چې د بریالیتوب نمرې ترلاسه کړې که دولتي پوهنتونونو ته نه وي جذب شوي نو په تخفیف به یې د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو ته ور وپیژني>
په ورته وخت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عباس بصیر وویل، چې سږ کال به ۱۲۲ تحصیلي بورسیې د دولسمو ټولګیو فارغینو ته ورکړي.
هغه زیاته کړه چې شل بورسیې به د کانکور له اول نمره څخه تر شلم نمره پورې ورکړي او پاتې نورې به د ولایتونو اول ، دوهم او درېیم نمره ته ورکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ورته وخت کې وایي، چې په سیمه کې د لوړو زده کړو لپاره د افغانستان د جذب ظرفیت ټیټ دی.
دا په داسې حال کې ده چې هرکال ګڼ شمېر د دولسمو ټولګیو فارغین بې نتیجې پاتې کیږي او تر ډیره له دولت څخه د جذب د ظرفیت د لوړولو غوښتنې کیږي.


