ads

نامسولانه څرګندونې

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ پرون د ملګرو ملتونو ۷۵ یمې عمومي غونډې ته پخپله وینا کې ویلي، ډېر ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له افغانستان سره يو ستراتېژیک تړون لري او هغه دا اجازه نه ورکوي چې داسې ډول پرېکړه وکړي؛ خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، په تېره چې لا هم جګړه روانه ده او کابو د دوو اوونيو په تېرېدو سره د بین الافغاني مذاکراتو دواړه لوري په دې نه دي توانېدلي چې د مخامخ خبرو لپاره پر یوه کړنلاره سره سلا شي.

محمدخان بریال
2 تله 1399
نامسولانه څرګندونې

د ډونالډ ټرمپ له خوا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو خبره نوې نه ده. نوموړي د خپل جمهوري ریاست له پیله دا خبره کړې او تر ننه يې بیا بیا تکرار کړې ده. خو دا ځل دا خبره يې ځکه هېښوونکې ده چې په یوه نړیواله غونډه کې يې کړې ده او په اوچته کچه د افغانستان په جګړه کې د امریکا د ستړيا مساله په کې نغښتې ده چې کېدای شي هم د امریکایانو، هم د نړیوالو او هم د افغانستان د دولت د اندېښنې اسباب برابر کړي.
په دې غونډه کې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني چې په دې اړه کومې څرګندونې وکړې، په ښکاره د هغه د اندېښنې څرګندويي کوي. جمهور رییس غني وویل، نړیوال باید د افغانستان له ۱۹ کلنو لاسته راوړنو ملاتړ وکړي. داسې ښکاري چې افغانستان ته د نړۍ توجه کمه شوې او د افغانستان په جګړه کې هرڅه ته یوازې د یوه لوري د لیدلوري په اساس کتل کېږي، نه د نورو ښکېلو خواوو د ليدلوري په بنسټ.
افغانستان له امریکا سره ستراتيژیک تړون لري او هره پرېکړه چې کېږي د جانبینو د توافق په اساس باید وشي. د ستراتيژیک تړون د مفاداتو له مخې افغان دولت حق لري چې له افغانستانه د امریکا سرتېرو د ایستلو په اړه دريځ غوره کړي. افغان دولت کولای شي چې دغه موضوع په جدي ډول له امریکا سره مطرح کړي. د افغان دولت له خوا داسې يو دریځ غوره کول د ټولو هغو اندېښنو ځواب ورکولای شي چې د بشري حقونو، رسنیو او مدني ټولنو، د ښځو د حقونو او په ټوله کې د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو په نسبت مطرح کېږي. دا هغه اندېښنې دي چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په نړۍ او په تېره په امریکا کې به هم غبرګون زېږوونکې وي. په دې برخه کې يو څرګند مثال د امریکا د سنا وروستی اقدام دی. د امریکا سنا د ټرمپ تر څرګندونو وروسته د افغانستان په سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په تړاو غوښتی و. امریکايي سناتورانو په دې ناسته کې خپلې ورته څرګندونې چې عام افغانان او افغان دولت يې لري، له خلیلزاد سره مطرح کړې. هغه د امریکايي سناتورانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی له طالبانو سره د شرطونو په اساس د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه پرېکړه کوي. خلیلزاد وویل، که طالبان ټاکل شوي شرطونه عملي نه کړي، دوی به خپل سرتیري له افغانستان څخه نه وباسي.
د امریکا له لوري له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل په دې پورې تړاو لري چې لومړی باید په افغانستان کې د جګړې د بیخي ختمولو لپاره کار وشي چې دا د امریکا يو اساسي مسوولیت دی.
افغانان تمه لري چې امریکا دې په مسوولانه ډول له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو زمینه برابره کړي، ځکه په دې برخه کې هر ډول څرګندونې او هغه هم په نړیواله کچه په خپله د امریکا دريځ ته زیان رسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA