ads

د کورونا ۴۹ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۴۵تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
2 تله 1399
د کورونا ۴۹ نورې پېښې ثبت شوې

د دغه وزارت ویاند ډاکتر اکمل سمسور د چهار شنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل، په همدې موده کې له دې وبا څخه یو تن مړه شوی او ۳۴تنه ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۴۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۶۱۰ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA