نوموړي دغه خبرې پرون کانګریس ته د استماعیه غونډې پر مهال وکړې.
ده زیاته کړه، امریکا ته د افغان مېرمنو حقونه لوړ ارزښت لري او د سولې په بهیر کې به ټولو ته جدي پام وکړي.
خلیلزاد همدارنګه وویل، طالبانو له دوی سره په خبرو کې ژمنه کړې چې ښځې به د زده کړو او کار کولو حق ولري او کولای شي چې د وزیرې په توګه هم دنده ترسره کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي یو ځل بیا له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې دغه تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي او د سولې د راتګ په هدف ترې ګټه واخلي.
خلیلزاد داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پرانیستغونډه د سنبلې میاشتې پر ۲۲مه ترسره شوه.
که څه هم تر اوسه د دوی تر منځ مخامخ خبرې نه دي پیل شوې، خو دواړه لوري ډاډ ورکوي چې پر کړنلارې تر سلا کېدو وروسته به د مخامخ لړۍ پیل شي.