ads

په کابل کې د طالبانو یو لوړپوړی قومندان وژل شوی

د کابل امنیه قومندان وایي، په سروبي ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د مولوي صادق الله په نوم د طالبانو یو لوړپوړی غړی وژل شوی دی.

محمدخان بریال
2 تله 1399
په کابل کې د طالبانو یو لوړپوړی قومندان وژل شوی

د دې قومندانۍ ویاند فردوس فرامز د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، د وسله والو طالبانو یاد قومندان تېره ورځ د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سیمه کې له افغان سرتیرو سره په نښته کې وژل شوی دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ چې څو ورځې وړاندې هم هلته د افغان سرتېرو په عملیاتو کې د څو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA