ads

په بین الافغاني مذاکراتو کې د رسنیو د فعالې ونډې غوښتنه وشوه

وروسته له هغه چې حکومت خبریالان د سولې د بین الافغاني خبرو له پرانیست غونډې وروسته له دوحې بېرته افغانستان ته راستانه کړل، رسنیو نیوکې پیل کړې چې باید خبریالانو افغان ولس ته وخت په وخت له دغه خبرو څخه معلومات ورکولای.

فضل هادي حمیدي
2 تله 1399
په بین الافغاني مذاکراتو کې د رسنیو د فعالې ونډې غوښتنه وشوه

د همدغه نیوکو په دوام د چهارشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال او د رسنیو یو شمېر مسوولینو په یوه ګډه خبري غونډه کې د سولې د خبرو له دواړو خواوو غوښتنه وکړه چې باید خبریالانو ته دوحې ته بېرته د تګ زمینه برابره شي تر تازه او بشپړ معلومات ترلاسه او له ولس سره یې شریک کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال عبدالمنان شېوای شرق وویل، د رسنیو غوښتنه په ځای ده او باید رسنۍ د سولې په پروسه کې فعاله ونډه ولري.
نوموړي زیاته کړه چې د سولې په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکول سانسور دی چې سانسور له نافذه قوانینو څخه سرغړونه ده.
په ورته وخت کې د کلید ګروپ مشرې نجیبې ایوبي وویل، چې د بیان ازادي وړیا نه ده ترلاسه شوې او په تېرو شلو کلونو کې په دغه لاره کې یوازې ۱۱۵ تنو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړې وایي، اوس داسې هڅې کیږي چې دغه د عدالت غوښتنې غږ غلی شي خو په وینا یې د دغه غږ غلي کېدل اسانه دي.
نوموړې د سولې د پروسې له دواړو خواو غواړي چې لږ تر لږه د هرې ورځې په پای کې باید رسنیو ته کره او تازه معلومات ورکړي.
په همدې حال کې د کابل نیوز ټلوېزیون مشر غلام جیلاني ځواک وایي، په حکومت کې داسې اراده لیدل کیږي چې په لوی لاس د سولې په اړه معلومات له رسنیو او ولس څخه پټوي.
نوموړی وایي، اوسني معلومات چې رسنیو ته ورکول کیږي کافي نه دي او رسنۍ باید د مرکچي پلاوي له ټولو غړو سره د خبرو او مرکو اجازه ولري.
څه باندې لس ورځې کیږي چې په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې په رسمي توګه پرانیستل شوې خو لاهم رسنۍ او ولس یې په اړه کره معلومات نه لري چې اوس په کومو مسایلو خبرې روانې دي خو یوازې رسنیو ته دومره ویل کیږي چې د دواړو خواو ترمنځ د بین الافغاني خبرو لپاره په اصولو او کړنلارو خبرې روانې دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA