دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۱ میلیونه ډېر شوی او تر نهه سوه زره ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۷۳۸ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۳۷زره ۲۷۲، په مکسیکو کې ۷۷ زره او ۳۴۸، په هند کې ۸۸زره او ۹۳۵، په بریټانیا کې ۴۱ زره ۹۵۱، په ایران کې ۲۴ زره او ۶۵۶ او په پاکستان کې ۶۴۳۲ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


