ads

عبدالله عبدالله په هېواد کې د یو نظام په راتګ ټینګار کړی

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په امریکا کې د مېشتو نړیوالو اړیکو شورا ته په تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې خبرو پایله په افغانستان کې د دوو نظامونو د راتګ لامل نه کېږي.

محمدخان بریال
2 تله 1399
عبدالله عبدالله په هېواد کې د یو نظام په راتګ ټینګار کړی

نوموړي هغه تحلیل رد کړی چې طالبان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په تمه دي او په وتلو سره به یې دا ډله د افغانستان اوسنی حکومت نسکور او واک به پخپل لاس کې واخلي.
ده زیاته کړې، که طالبان له حکومت سره سوله وکړي او جګړې ته دوام ورنه کړي، د داعش په څېر نورې ډلې نه شي کولی چې افغان حکومت او افغانانو ته په ګواښ بدلې شي او په وینا یې، داعش او نورې ډلې به پخپله له منځه ولاړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلې په دوحه کې پر خبرو بوختې دي، څو د رسمي مذاکراتو پر چوکاټ هوکړه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA