د کورونا ۴۹ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۱۴۵تنو ته ورسېد.