د دغه وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوا شرق د چهار شنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنیو ګډې غونډې ته وویل، رسنۍ باید په قطر کې د سولې په روانو خبرو کې استازي ولري.
نوموړي پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د دوحې په خبرو کې د رسنیو ځای ځانګړی کړي او هغه څه چې په بین الافغاني خبرو کې تېرېږي، ټول هېوادوال ترې خبر شي.
په ورته وخت کې د رسنیو ځینو استازو هم په بین الافغاني خبرو کې د رسنیو د نشت په تړاو اندېښنه وښوده.
د «ډي ایچ اس اې» موسیسې رییسې نجیبې ایوبي له دواړو لورو وغوښتل چې د بین الافغاني مذاکراتو جزیات له رسنیو سره شریک او خبریالانو ته اجازه ورکړي، څو د خبري پوښښ لپاره بیرته قطر هېواد ته ولاړ شي.
دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې د رسنیو له حضور پرته د افغان سولې خبرې روانې دي او د هېواد رسنۍ نیوکه کوي چې د دغه بهیر جزیات نه ورسره شریک کېږي او د سانسور بڼه یې خپله کړې ده.


