ads

په کندهار کې اته وسله وال طالبان وژل شوي

تېره شپه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په کمين کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

محمدخان بریال
1 تله 1399
په کندهار کې اته وسله وال طالبان وژل شوي
افغان امنیتي ځواکونه/ کندهار

د کندهار دامنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، طالب وسله والو غوښتل د تخته پل ولسوالۍ د ملېد او بېدک تر منځ سیمو کې بريدونه وکړي، چې د افغان ځواکونو له کمين سره مخ شوي دي.
د بارکزي په خبره، په دې پېښه کې ۸ وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
بارکزی وایي، په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.
طالب وسله والو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA