د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، د دوشنبې ماښام اووه بجې او ۱۰ دقیقې د باغ بالا په سیمه کې د امنیتي سرتېرو پر یو رنجر موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه.
نوموړی وایي، په دې پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.