له دې کمېټې څخه د سه شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا پروسه د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډول شوې او په پام کې ده چې سبا یا بل سبا د ۱۳۹۹ یم لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان شي.
د کانکور کمېټې له ټولو وګړو غوښتنه کړې چې د نورو ټولنیزو رسنیو په درواغو خبرونو ونه غولېږي.