دغه وزارت وایي،، په همدې موده کې له دې وبا څخه یو تن مړه شوی او څوک نه دي روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۴۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۵۷۶ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ