د ده په خبره، دغه برید د عامو وګړو له مقاومت سره مخ شو چې په پایله کې یې درې طالبان ونیول شول او درې نور په تېښته بریالي شول.
د پنجشېر د والي ویاند وایي، په نښته کې د سیمې یو اوسېدونکی ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پنجشېر د افغانستان امن ولایت بلل کېږي، خو په دې وروستیو کې طالبانو د دغه ولایت د عنابه ولسوالۍ پر څو سیمو بریدونه وکړل.


