د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، په یاده موده کې د طالبانو په ترسره شوو بریدونو کې ۹۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، طالبانو د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې دغه جنایتونه ترسره کړي چې تر ټولو ډېر یې په ننګرهار اوتخار ولایتونو کې دي.
طالبانو که څه هم تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د دې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې پخپلو بریدونو کې د هر ډول ملکي مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


