ads

د هندوستان د کورني کرکټ (ای پي ایل) لوبې

پرون د هندوستان د کورني کرکټ یا (ای پي ایل) په لوبو کې رایل چیلنجرز بنګلور لوبډله پر دې وتوانېده چې خپلې سیالې سنرایزر حیدر اباد لوبډلې ته ماتې ورکړي.

شمس الرحمن شمس
1 تله 1399
د هندوستان د کورني کرکټ (ای پي ایل) لوبې
د پرونۍ لوبې پچه سنرایزر حیدراباد لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
رایل چیلنجرز لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۳منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې توپوهنه پیل کړه چې د شلو اورونو په لوبولو سره یې یوازې ۱۵۳منډې وکړې او په یاده سیالۍ کې یې بنګلور لوبډلې ته د لسو منډو په توپیر ماته ومنله.
د بنلګور لوبډلې لپاره چاهال ښه توپ اچونه وکړه چې د درې لوبغاړو په سوځولو سره یې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
تر دامهال په دغه لیګ درې لوبې شوې دي چې لومړۍ چینایي سوپر کینګز، دوېمه دهلي کیپټلز او درېیمه لوبه رایل چیلنجرز بنګلور لوبډلې ګټلې ده.
د یادونې وړ ده په دغه لیګ کې درې افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدران برخه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA