ads

په ګیزاب ولسوالۍ کې ۲۳ سرتیري وژل شوي

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلګو استازی حاجي قدرت الله رحيمي کلید ته وویل، د دغه ولایت پر ګيزاب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو درنه جګړه روانه ده، چې تر دا مهاله هلته کلابند ۲۳ د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.

محمدخان بریال
31 وږی 1399
په ګیزاب ولسوالۍ کې ۲۳ سرتیري وژل شوي

هغه وايي، دغه سرتیري د سندوکک او اند په سیمو کې کلابند وو او له هغه ځایه تر راوتلو وروسته د طالبانو له کمین سره مخ شوي.
د ده په خبره، په نښته کې ۲۳ امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور طالبانو له ځان سره بېولي دي.
«هلته ۲۳ د ملي اردو سرتېري د طالبانو له لوري وژل شوي او څلور نور هغوی له ځان سره بېولي دي.»
په ورته مهال په مشرانو جرګه کې د ارزګان د خلکو بل استازی محمد حنيف حنيفي وايي، پر ګيزاب ولسوالۍ د تېرو څو ورځو راهیسي وسله والو طالبان سخت ډليز بريدونه پیل کړي، چې يوازې يې وړمه شپه ۸ امنيتي پوستي سقوط کړی دی.
هغه وايي، په ولسوالۍ کې سرتيرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نه لري، خو انديښنه څرګندونه وي، که ولسوالۍ ته تازه دمي ځواکونه ونه رسېږي، ياده ولسوالۍ به سقوط وکړي.
«پر حکومت مو غږ دی چې دغې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي او تازه دمي سرتیري ولسوالۍ ته ولېږي، څو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ څخه خلاصه شي.»
د ارزګان د والي وياند زړګی عبادي هم پر ياد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو جګړه تاييده وي، خو دا نه مني چې په ياده ولسوالۍ کي دي امنيتي پوستو سقوط کړی وي.
«په ولسوالۍ کې امنيتي پوستو سقوط نه دی کړی. هلته يوازې امنيتي پوستو تکتيکي شاه تګ کړی، وضيعت د افغان امنيتي ځواکونو په کنټرل کې دی.»
د ګيزاب ولسوالۍ ترڅنک د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه ترسره کړی دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA