د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت ګڼ شمېر مدني فعالان د ولایتي شورا مخې ته راټول شوي وو او په شعارونو کې یې له دواړو خواوو د جګړې درېدل غوښتل او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې اوربند دې اعلان کړي.
«په قطر کې د پیل شویو خبرو ملاتړ کوو، د اوسني نظام پاتې کېدل غواړو او له دواړو لورو غوښتنه کوو چې لومړی باید اوربند وشي او روانه جګړه دې ودرول شي.»
لاریونوالو چې د سولې او اوربند لیکلي شعارونه یې لېږدول، د سولې په تړاو د بین الافغاني خبرو پیل ته خوښي وښوده او له افغان او طالب استازو یې وغوښتل چې د سولې په برخه کې دې له رامنځته شوي فرصت ګته واخلي.
«دواړو لور ته پکار ده چې له اوسني فرصت باید ګټه واخلي او نورو پردیو ته اجازه ورنه کړي چې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.»
لاریونکوونکو په یو لس مادیزه پریکړه لیک کې له وسله والو طالبانو د سمدسي اوربند غوښتنه کوله او هم یې پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې له بېځایه لاسووهنو لاس واخلي.
«دواړوه لوري باید اول اوربند وکړي، د اوسني جمهوري نظام ملاتړ کوو، له پاکستان غوښتنه کوو چې د سولې په خبرو کې مداخله نه کوي ګنې د افغانانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.»
په ننګرهار کې د سولې په اړه دا لاریون داسې مهال ترسره کېږي، چې په قطر کې د افغان حکومت د مذاکره کوونکی ټېم غړی وايي، د سولې مذاکراتو کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي.
هغوی زیاته کړې ده چې د سول مذاکراتو د کاري طرزالعمل د ختلافي موادردو د حل په برخه کې پرمختګ شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


