ads

طارق ارین: په ترورونو کې حقاني شبکه او طالبان لاس لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دلته چې کوم ترورونه او وسله وال بریدونه کېږي، تر ډېره حقاني شبکه او طالبان پکې ښکېل دي.

محمدخان بریال
31 وږی 1399
طارق ارین: په ترورونو کې حقاني شبکه او طالبان لاس لري

د دغه وزارت ویاند طارق ارین څرګندوي چې د دوی سرتېرو په دې وروستیو کې یو شمېر کسان په کابل کې د ترورونو، ماین چاودنو او وسله والو بریدونو په تور نیولي دي.
په ورته وخت کې دی وایي، هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له غیرقانوني وسلو ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د غیرقانوني وسلو ګرځېدو، ترورونو، ماین چاودنو او وسله والو غلاوو هېوادوال سخت اندېښمن کړي او پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي چې د داسې بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA