دانش په یاده ناسته کې د طالبانو استبداد ته په اشارې ویلي، د طالبانو نظام د محمدزیو او سدوزیو له سلطنت سره د محتوا له اړخه هېڅ توپیر نه لري.
د ده په خبره، په هغه وخت کې هم یادو ډلو ۲۳۰ کاله په افغانستان دیکتاتورانه واکمني وکړه او طالبان هم په ورته فکر دي.
د دانش دغو څرګندونو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي سخت غوسه کړي او وایي، د دانش سترګې تعصب ړندې کړې دي.
هغوی د دویم مرستیال څرګندونې د بهرنیانو فرمایش بللی او زیاته کړې یې ده چې حکومت باید په دې اړه خپل دریځ روښانه او له ملت څخه بښنه وغواړي.
د یادونې ده چې حکومت او دانش تر اوسه په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


