ads

افغان ځواکونو زر میله وسلې د ډایاک پروسې ته وسپارلې

د ملي دفاع وزارت د ډایاک پروسې ته د زر میله وسلو سپارلو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
31 وږی 1399
افغان ځواکونو زر میله وسلې د ډایاک پروسې ته وسپارلې
له دغه وزارت څخه پرون ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، افغان کمانډو ځواکونو هغه زر میله وسلې د ډایاک پروسې ته وسپارلې چې په عملیاتو کې یې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو تر لاسه کړې وې.
د وزارت خبرپاڼه وایي، په سپارل شوو وسلو کې په ډېره کچه کلاشینکوفونه، تفنګچې او ډول ډول نورې سپکې او درنې وسلې شاملې وې.
دفاع وزارت تېره ورځ هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو چې ځواکونو یې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د وسله والو طالبانو ۴۷۷۶ خښ شوي ماینونه شنډ کړي دي.
سرچینې زیاته کړې وه چې یاد ماینونه د بې ګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په هدف په ځمکو کې ځای پر ځای شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA