ads

پکتیا مېرمنې: په سوله کې دې د مېرمنو حقونه تر پښو نه لاندې کېږي

په پکتیا کې د مېرمنو یوې فعالې شریفې له کلید سره په خبرو کې وویل، د افغانستان د سولې په اړوند بین الافغاني مذاکراتو ته ټول هېوادوال خوښ دي؛ خو په وینا يې، ځیني مېرمنې بیا په دې اړه اندېښنې هم لري.

محمدخان بریال
30 وږی 1399
پکتیا مېرمنې: په سوله کې دې د مېرمنو حقونه تر پښو نه لاندې کېږي

هغه څرګندوي، د سولې په خبرو کې باید د مېرمنو د زده کړو، دندو او نورو ډېرو برخو لپاره قوي تضمین شتون ولري، څو دوی له شته لاسته راوړنو بې برخي نه شي.
«له سولې پرته زموږ هېواد پرمختګ نشي کولای، زموږ خویندي به له ارام ژوند څخه بې برخې وي، په هېواد به نه پرمختګ وي نه به زده کړې وي او نه هم نور څه. له دې سره سره ځیني مېرمنې اندېښنې هم لري چې که وسلوال طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي، دوی باید خپل پخواني کارونه تکرار نه کړي چې مېرمنو ته يې د زده کړو او کار کولو اجازه نه ورکوله.»
د پکتیا په مرکز ګردېز کې را غونډې شوې ځيني نورې مېرمنې هم وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له مېرمنو څخه د زده کړو او کار کولو په ګډون د نورو ډېرو برخو حق اخیستل شوی و.
دوی زیاته کړه، په تېرو دوو لسیزو کې افغان مېرمنو په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ډير پرمختګونه کړي، د سولې په روانو مذاکراتو کې باید همدې ارزښتونو ته درناوی وشي او دا ټول باید په پام کې ونیول شي.
«له پخوا چې په مېرمنو بندیزونه موجود وو، اوس مو هیله ده چې دا څه شتون ونه لري. موږ غواړو چې د سولې په راتګ سره مېرمنې په ازادنه توګه وکولای شي زده کړي وکړي. کار وکړي نه دا چې د پخوا په څير بندیزونه پرې موجود وي یا د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې شي.»
پر همدې مهال یو شمېر نورې مېرمنې بیا وايي، افغان لوري باید په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي او باندنیو هېوادونو ته پکي د لاسوهنې موقع په لاس ورنه کړي.
دوی څرګندوي، د سولې بین الافغانې مذاکراتو ته په ځوریدلو نارینه او ښځینه هېوادوالو سربیره ماشومان هم خوښ دي او خپل روښانه راتلونکی په سوله او امن کې ویني.
«د افغانستان د سولې کیلي د بل چا په لاس کې ده په دې موږ او تاسو ټول پوهیږو، ماشومان هم اوس په دې پوهیږي چې امن وي ، جنګ نه وي دوی د ارام او سکون احساس کوي او ماغزه يې ارام وي.»
یاده دې وي چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم تېره اونۍ په یوه مرکه کې ویلي وو چې وسلوال طالبان د مېرمنو له زده کړو سره ستونزه نه لري، خو په وینا يې نجونې او هلکان باید بیل ځایونه ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA