ads

نادري: په ټول توان هڅه کوو چې افغانستان د سولې څښتن شي

د سولې مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وایي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی په ټول توان هڅه کوي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په پایله کې یوې هوکړې ته ورسېږي او په هېواد کې سپېڅلې سوله واکمنه شي.

محمدخان بریال
30 وږی 1399
نادري: په ټول توان هڅه کوو چې افغانستان د سولې څښتن شي

نوموړي نن د سولې د نړیوالې ورځې په مناسب په تازه څرګندونو کې دا خبره کړې ده.
هغه ویلي، اوسمهال دوی په دوحه کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او ټوله هڅه یې دا ده چې د افغانانو ورکه شوې هیله تامین کړي او افغانستان ته سپېڅلې سوله راولي.
د ده په خبره، جګړه د حل لاره نه ده او هره شېبه یې افغانان د ویر په ټغر کېنولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ خبرې او بحثونه لا هم روان دي او د کړنلارې پر پاتې مواردو تر پرېکړې وروسته به مخامخ خبرې پیلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA